|   English

   
World
 
Google
 

 

 
>>> د ژباړې خدمتونه
خپله پښتو معياري او د لوړې کوالتي د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي.  د 2002 ميلادي کال نه راهيسې مونږ لۀ ګړدې نړۍ څخه خپلو کستمرانو ته د لوړې درجې د ژباړې او لوکلائزېشن خدمتونه وړاندې کړي دي.  زمونږ سره ډېر لوړپوړي او د مورنۍ ژبې مسلکي ژباړي شته څوک چې تاسو لۀ پاره پۀ دې لاندېنيو ژبو کښې ژباړه کولی شي.
  • پښتو          انګليسي
  • پښتو          اردو
  • انګليسي      اردو

مسلکوالی، پۀ وخت کار بشپړ کول، بايدۀ بيې او د کستمرانو د خوښې سره سمه ژباړه کول زمونږ کلک او پياوړي ټکي دي.  زمونږ دا جوګښت چې انفارمېشن تيخنالوجي او ژبپوهه يو ځای سره راولو، مونږ سره د خپلو سيالو تر مينځ يو پرمخ او وړاندې ځای نيولو کښې د مرستې وړ ګرزېدلی دی.

خپله پښتو د ګڼ شمېر  او پراخ ډول لاسوندونو د ژباړې او لوکلائزېشن خدمتونه وړاندې کوي، کوم کښې چې د مائکروسفت ټول پرادکتونه، تخنيکي لاسښودونه، د شرکتونو پاڼکۍ او ښودنې، راپورونه، نخنيکي معلوماتو پاڼې، د پرادکتونو کېتلاګونه، کتابونه، وېبځايونه او پوستکالي شامل دي.

 
 
 

څۀ ډول ملفونه؟

خپله پښتو د اکثره داسې ملف جوړښتونو سره کار کولی شي کوم چې پۀ ټوليزه توګه باندې کارول کېږي.  پۀ دې کښې دا لاندېني ورګډ دي:
مائکروسفت ورد، مئکروسفت ايکسل، ار تي ايف، تکست، مائکروسفت اکسس، اتوکېد، اېچ تي ايم ايل، پي اېچ پي، اې ايس پي، پاور پوائنت، پبلشر، ټف، ايکروبېت او نور ډېر.

پۀ ټوليزه توګه، مونږ لاسوند هم پۀ هغۀ جوړښت کښې تاسو ته بېرته ورکوو کوم کښې چې تاسو مونږ ته رالېږلی وي.  خوبيا هم، پۀ دې لړ کښې تاسو د خپلو ځانګړيو اړتياو پۀ اړه مونږ سره  خبرې اترې کولو کښې څۀ ډول خنډ مه محسوس کوئ.

 

 
         

 

د چاپ حقونه،  ٢٠٠٠ -٢٠٠٢،  د خپله پښتو سره خوندي دي