|   English

   
 
>>  پښتو برېښناليک

د دې پښتو پوستکالي پۀ مرسته سره، چې خپله پښتو جوړ کړی دی، تاسو اوس پۀ مائکروسافټ اوټلوک اېکسپرېس يا پۀ مائکروسافټ اوټلوک کښې پۀ پښتو ژبې کښې برېښناليک لوستی او ليکلی شئ.   پۀ لاندېنيو کرښو کښې پۀ دې اړه پورا معلومات ورکړي شوي دي.

١:   پۀ مائکروسافټ اوټلوک اېکسپرېس کښې

٢:  پۀ مائکروسافټ اوټلوک کښې

 

پۀ مائکروسافټ اوټلوک اېکسپرېس کښ

 أ: ډيفالټ (Default)

بګی ١:  مائکروسافټ اوټلوک اېکسپرېس پرانسئ.
بګی٢: د اوزار پۀ خوښپاڼې (Menu) کښې د "خوښلارو" (Options) کلۍ باندې ټک وکړئ.
بګی٣: د "ولوستئ" (Read) کلۍ ټک وهئ او بيا د ليکبڼې کلۍ ټک وهئ.بيا دا لاندېني سمتياوې(Settings) پکښې خوښې کړئ.
د ليکبڼې سمتياوې = يونيکوډ
متوازن ليکبڼه(Proportional Font) = پښتو وزيرستان
د ليکبڼې سايز(Font Size) = تاسو پۀ خپلې مرضي سره خوښوولی شئ.
خونديګون = يونيکوډ(Unicode(UTF-8))

دې نه پس(Set as default) کلۍ ته ټک ورکړئ او بيا "ښه"(OK) ته.

بګی ٤: اوس پۀ خوښلارو کښې د لېګل(Send) کلۍ باندې ټک وکی.
بګی ٥: نړيوالو سمتياو(International send settings) کلۍ باندې ټک وکړئ او بيا يونيکوډ خوښ کړئ.لکه څرنګه چې لاندې ښودل شوی دی.

لکه څرنګه چې لاندې ښودل شوي دي، د ليک لېږلو جوړښت او د خبرونو لېږلو جوړښت د پاره تاسو اېچ ټي اېم اېل(HTML) يا ساده ليک (Plain text)خوښوولی شئ.

خو د اېچ ټي اېم اېل او ساده ليک د پاره سمتياوې پۀ دې لاندېني ډول په کار دي.

بګی ٦:  پۀ خوښلارو کښې د "ټولجوړکړئ"(compose) کلۍ باندې ټک وکړئ او بيا د ليکبڼو سمتياو لاندې د ليکبڼې د پاره د خپلې خوښې رنګ او سايز خوښ کړئ.بس اوس تاسو پۀ پښتو ژبه کښې برېښناليک هم لوستی او هم ليکلی شئ.

 

ب: صرف د روانې کرئې د پاره سمتياوې جوړوول

بګی ١:  مائکروسافټ اوټلوک اېکسپرېس پرانسئ.
بګی ٢: د نوئې کرئې کهړکۍ و پرانسئ (پۀ نوئې کرئې(New Message) باندې ټک وهلو سره).
بګی ٣: د جوړښت پۀ خوښپاڼې کښې پۀ خونديګون باندې ټک و وهئ او بيا "يو ټي اېف–٨" او"د ښي نه ګڅ ته"(Right-To-Left Document) خوښ کړئ.

د جوړښت خوښپاڼې لاندې ساده ليک يا اېچ ټي اېم اېل کښې يو خوښ کړئ.
بګی ٤: پښتو وزيرسیتان ليکبڼه غوره کړئ او ور له رنګ او سائز خوښ کړئ.
بس اوس تاسو پۀ پښتو کښې برېښناليک ليکلی شئ.

نوټ: که تاسو خپل ډيفالټ سمتياوې د پښتو د پاره جوړوئ يا تاسو صرف د اوسني ليک د پاره سمتياوې خوښوئ، پۀ هر صورت کښې د ساده ليک د پاره سمتياوې هم پۀ دغه ډول غوره کئ لکه څۀ رنګه چې بره ښودل شوي دي يعني پۀ بل صورت کښې با تاسو پښتو برېښناليک صرف د اېچ ټي اېم اېل پۀ جوړښت کښې ليکلی شئ خو د ساده ليک پۀ جوړښت کښې به ئې نشئ ليکلی.

مهم: پۀ پښتو کښې برېښناليک ليکلو نه مخکښې د پښتو کليدړې غوره کوول مه هېروئ.

 

پۀ مائکروسافټ اوټلوک کښې

أ: ډيفالټ

بګی ١: مائکروسافټ اوټلوک پرانسئ.
بګی ٢: د اوزار پۀ خوښپاڼې کښې د خوښلارو کلۍ باندې ټک وکړئ او بيا د پوست جوړښت ټکۍ ته لاړ شئ.

بګی ٣:  "دا کرئې پۀ دې جوړښت کښې ولېږئ"(Send in This Message Format) مخې ته، لکه څۀ رنګه چې پاس ښودل شوی دی، اېچ ټي اېم اېل خوښ کړئ.
بګی ٤:  اوس پۀ نړيوال خوښلارو کښې د استولو او د ترلاس کوولو کرئيو لۀ پاره يونيکوډ "يو ټي اېف–٨" غوره کړئ، لکه څۀ رنګه چې لاندې ښودل شوي دي.

بګی ٥:  اوس د ليکبڼو کلۍ باندې ټک وکړئ او بيا ليکبڼه، د هغې رنګ، او سائز خوښ کړئ.لکه څرنګه چې لاندې ښودل شوي دي.

بګی ٦: او د نړيوال ليکبڼو لۀ پاره لاندېنۍ سمتياوې غوره کړئ.

بګی ٧:  اوس "ښه"(OK) ته ټک ورکړئ.اوس تاسو پۀ پښتو کښې برېښناليک ليکلی شئ.

 

ب: صرف د روانې کرئې د پاره سمتياوې جوړوول

بګی ١:  مائکروسافټ اوټلوک پرانسئ او بيا د نوئې کرئې کهړکۍ و پرانسئ.
بګی ٢:  د جوړښت پۀ خوښپاڼې کښې پۀ خونديګون باندې ټک وکړئ او بيا "يو ټي اېف– او "اېچ ټي اېم اېل" خوښ کړئ.

بګی ٣: ليکبڼې لاندې "پښتو وزيرسیتان" ليکبڼه غوره کړئ او ور له رنګ او سائز خوښ کړئ.
بګی ٤:  پېراګراف لاندې "د ښي نه ګڅ ته" غوره کړئ.

بس اوس تاسو پۀ پښتو کښې برېښناليک ليکلی شئ.

مهم: پۀ پښتو کښې برېښناليک ليکلو نه مخکښې د پښتو کليدړې غوره کوول مۀ هېروئ.

 
 
 
Google

 

 
         

 

د چاپ حقونه،  ٢٠٠٠ -٢٠٠٢،  د خپله پښتو سره خوندي دي